نړۍ

WHO: په افغانستان کې د نري رنځ د ژر تشخیص او درملنې لپاره ګډ اقدام ته اړتیا ده

د نري رنځ د نړیوالې ورځې (مارچ ۲۴) په مناسبت، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ګډ اقدام غوښتنه وکړه ترڅو د ژر تشخیص کچه لوړه کړي، درملنې ته لاسرسی ښه کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅ ناروغ په افغانستان کې پاتې نشي.

په افغانستان کې د WHO استازی ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور ټینګار وکړ چې د نري رنځ ختمول یوازې یوه هیله نه ده، بلکې په بشپړه توګه د لاسته راوړلو وړ هدف دی.

هغه زیاته کړه چې نري رنځ په افغانستان کې یو لوی روغتیايي بار پاتې دی، چې هر کال زرګونه خلک په دې ناروغۍ اخته کیږي، پداسې حال کې چې ډیری قضیې یې تشخیص شوي ندي.

دا په داسې حال کې راځي چې د هیواد د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د نري رنځ تشخیص او درملنې خدمات په ټول هیواد کې په ۳۱۸۹ روغتیایی مرکزونو کې وړیا چمتو کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button