نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د افشا شویو داخلي اسنادو په حواله، د ټرمپ ادارې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ د دوو سرتیرو له ډزو وروسته په افغان کډوالو باندې فشار ډیر کړی او د دوی سمدستي ایستل یې د کډوالۍ لومړیتوب ګرځولی دی.
د نومبر په ۲۹مه د متحده ایالاتو د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق (ICE) لخوا خپلو څانګو ته د لیږل شوي بریښنالیک له مخې، شاوخوا ۱۸۶۰ افغان اتباع چې دمخه یې د کډوالۍ محکمو لخوا د اخراج وروستي امرونه صادر شوي دي باید “په چټکۍ سره وموندل شي او توقیف شي.”
په حکم کې دا هم ټینګار شوی چې د دې قضیو سره د تړاو لرونکو اشخاصو په اړه بشپړې پلټنې ترسره شي.
لارښوونې په متحده ایالاتو کې د ICE ټولو ساحوي دفترونو ته لیږل شوي، او فدرالي اجنټانو ته لارښوونه شوې چې په ځانګړي ډول د افغان اتباعو په پیژندلو او توقیف تمرکز وکړي.
د سپینې ماڼۍ او د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت چارواکو تر اوسه د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.








