افغانستاننړۍ

په کابل کې د “افغان روغتیا” درې ورځني نړیوال نندارتون پرانیستل د ۳۰۰ څخه زیاتو غرفو په شتون سره

د “افغان روغتیا” تر سرلیک لاندې د روغتیایی محصولاتو، درملو او طبي تجهیزاتو درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون د سې شنبې په ورځ (۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴) په کابل کې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو، د ایران د سفیر او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو په شتون سره پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان د تولیدونکو شرکتونو له ۳۰۰ څخه ډیر غرفې نندارې ته وړاندې شوې، چې پکې درمل، طبي تجهیزات، طبي ماشینونه، د روغتون محصولات، کلینیکونه او د سیرم تولید فابریکه شامله وه.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال وزیر مولوي حمدالله زاهد د پرانیستې په مراسمو کې وویل: “اوس مهال، په هیواد کې له ۱۰۰ څخه ډیرې فابریکې چې درمل او روغتیايي محصولات تولیدوي فعالې دي او د دوی د تولید ظرفیت د پام وړ لوړیږي؛ په وروستیو کلونو کې، د خوړو او درملو د معیاري کولو په سکتور کې بنسټیز اصلاحات ترسره شوي او د پام وړ پرمختګ شوی دی.”

د یادونې وړ ده چې د “افغان روغتیا” نندارتون به د راتلونکو دریو ورځو لپاره دوام وکړي او د خلکو لپاره خلاص دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button