په کیف کې لویې چاودنې: د اوکراین په پلازمینه کې د روسیې د ډرون او توغندیو بریدونه
اوکراییني رسنیو د سې شنبې په سهار (د ليندۍ ۵ مه ۱۴۰۴) راپور ورکړ چې د هیواد د پلازمینې په بیلابیلو برخو کې د لویو چاودنو غږونه اوریدل شوي، چې د روسیې د پراخو هوایی او توغندیو بریدونو له امله رامینځته شوي.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو په یوه بیان کې دا برید “لوی توغندی او ډرون بریدونه” وبلل، او ویې ویل چې د ښار په څو سیمو کې لویې چاودنې اوریدل شوي.
هغه زیاته کړه چې د اوکراین هوایی دفاع توانیدلی چې لسګونه کروز توغندي او ځان وژونکي ډرونونه ودروي، مګر بریدونو زیربنا ته جدي زیان رسولی دی.
د راپورونو له مخې، د توغندیو بریدونو له امله د کیف په څو استوګنیزو او مرکزي سیمو کې بریښنا قطع شوې، او د ښار پوځي والي د مستقیم برید وروسته د پوډیلسکي ولسوالۍ د استوګنې کمپلیکس د اوسیدونکو د سمدستي وتلو امر وکړ.
وروستي راپورونه ښیي چې د شپې د توغندیو په برید کې لږترلږه پنځه کسان ټپیان شوي، پداسې حال کې چې ځایي چارواکي د پیښې بشپړ حد څیړي.
د خبرونو اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26977








