افغانستانسیمه

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د نوي سفیر د باورلیکونو منل

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ ،۴ مه ۱۴۰۴) په کابل کې د متحده عربي اماراتو د نوي سفیر سیف محمد الکتبي باورلیکونه ومنل.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، ښاغلي متقي د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا او د متحده عربي اماراتو لخوا د هیواد د اتباعو لپاره د ویزو د صادرولو پروسې اسانه کول په دې غونډه کې د مهمو لومړیتوبونو په توګه وبلل.

د متحده عربي اماراتو نوي سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې هم ارزښتناکه وبللې او ژمنه یې وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د صادرولو په برخه کې به په نویو پروژو کې جدي هڅې وکړي.

دا مراسم په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي بدلونونو وروسته د کابل او ابوظبي ترمنځ د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا د پروسې دوام په ګوته کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button