افغانستان

د اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه

د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ (۲۸ تله ۱۴۰۴) د اسلامي امارت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په وینا، په دې غونډه کې د هیواد د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو په اړه بحث او پریکړې وشوې.

ښاغلي فطرت زیاته کړه چې په دې غونډه کې د حیرتان څخه تر سپین بولدک پورې د ریل پټلۍ پروژې په اړه د بیاکتنې کمیټې راپور وړاندې او تصویب شو.

همدارنګه پریکړه وشوه چې د کډوالو د عالي کمیسیون رییس مولوي عبدالسلام حنفي به د کډوالو د کمیټې د فعالیتونو د بیاکتنې پروسه ګړندۍ کړي او کډوالو او مستحقو اشخاصو ته د ځمکې د ویش په لاره کې خنډونه به وپیژني او لرې به یې کړي.

دا تصویبونه د زیربناوو د پیاوړتیا او د کډوالو د راستنیدو د ملاتړ لپاره د امارت د هڅو یوه برخه ګڼل کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button