افغانستان
په فاریاب کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ ټنو میوو د سړې خونې د جوړولو کار پیل شو
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ میټریک ټنو ظرفیت لرونکي د سړې خونې د جوړولو کار پیل اعلان کړ.
د دې پروژې موخه د میوو معیارونه ساتل، د باغدارۍ ضایعات کمول، د بازار پیاوړتیا او د بزګرانو او باغ لرونکو ملاتړ کول دي.
سړې خونې به باغ لرونکو سره مرسته وکړي چې خپل محصولات د اوږدې مودې لپاره ذخیره کړي او په ښه قیمت یې وپلوري، چې دا به په فاریاب کې د سیمه ایز اقتصاد او کرنې ځان بسیاینې ته وده ورکړي.