نړۍ

په نوي ډهلي کې د ټاکنو د درغلیو پر ضد د اپوزیسیون لاریونونه؛ راهول ګاندي او نور مشران ونیول شول

د رویټرز په وینا، د هند د اپوزیسیون ډلو د دوشنبې په ورځ د هیواد په پلازمینه، نوي ډیلي کې د هغه څه په وړاندې چې دوی یې “ټاکنیزې درغلۍ” بولي، لویې مظاهرې وکړې.

هغه لاریونونه چې د هند د ټاکنو کمیسیون پر وړاندې ترسره شول، د کانګرس ګوند د یو مهم شخصیت، راهول ګاندي په ګډون د څو مشهورو اپوزیسیون مشرانو د نیولو سره یوځای شول.

لاریون کوونکي ادعا کوي چې په وروستیو ټاکنو کې پراخه بې نظمۍ رامنځته شوې او د ټاکنو له چارواکو څخه یې د شفافیت او حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

دا لاریونونه په داسې وخت کې ترسره شول چې په هند کې سیاسي کړکیچونه خپل اوج ته رسیدلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button