افغانستان

په یوه اونۍ کې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې له ۹۷۰۰۰ میټریک ټنو څخه ډیر توکي لیږدول شوي

د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د اسد له ۲۳ څخه تر ۹ پورې، په ټولیزه توګه ۹۷۵۸۷ میټریک ټنه توکي د هیواد د ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.

د وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وویل چې دا لیږدونه د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې ترسره شوي دي.

د ورکړل شویو جزیاتو له مخې، ۶۸۰۰۸ میټریک ټنه د حیرتان بندر څخه، ۱۳۴۹۷ ټنه د اقینې بندر څخه، ۱۰۳۵۷ ټنه د تورغونډۍ بندر څخه او ۹۷۲۵ ټنه د خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي دي.

په دې توکو کې پټرولیم، غیر پټرولیم او نور وارد شوي او صادر شوي توکي شامل دي، او له دې څخه ۱۲۶ ټنه د هیواد صادراتو، په ځانګړې توګه وچې میوې ته ځانګړي شوي دي.

دحق شناس په وینا، د لیږد دا حجم د سوداګرۍ او د هیواد اقتصاد په پراختیا کې د ریل پټلۍ مخ په زیاتیدونکي رول په ګوته کوي، او د فواید عامې وزارت هڅه کوي چې د ډیرو اسانتیاوو په رامینځته کولو سره د صادراتو او ټرانزیټ زیاتوالي ته لاره هواره کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button