افغانستان
په یوه ورځ کې له ۲۸۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال له ایران څخه راستانه شوي
د کډوالو د مدیریت عالي کمیسیون اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ (۱۹ چنګاش ۱۴۰۴) ۲۸۵۹۳ افغان کډوال له ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي.
د کمیسیون د اعلان له مخې، له دې شمیرې څخه ۲۱۸۸۱ کسان د هرات ولایت د اسلام کلا پولې له لارې او ۶۷۱۲ نور کسان د نیمروز ولایت د پل ابریشم پولې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.