نړۍ
د ناپلیون توره په پاریس کې په ۴.۷ ملیون یورو وپلورل شوه
د ناپلیون بوناپارټ یوه توره، چې په ځانګړې توګه د فرانسې د امپراتور د شخصي استعمال لپاره جوړه شوې وه، په پاریس کې په یوه لیلام کې په نږدې ۴.۷ ملیون یورو وپلورل شوه.
د ډیوریو لیلام کور اعلان وکړ چې دا توره، چې په ۱۸۰۲ کال کې د ناپلیون لخوا ګمارل شوې وه او د هغه د واکمنۍ په اوږدو کې ورسره وه، د پنجشنبې په ماښام (د غبرګولی ١ مه) په ۴.۶۶ ملیون یورو وپلورل شوه.