د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا به د دوشنبې په ورځ (کب ۲۰) د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرې وکړي.
د دې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی هم وینا وکړي او له دې غونډې وروسته به د تړلو دروازو تر شا یوه محرمه غونډه جوړه شي.
دغه راز تمه ده چې په دې غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه چې د مارچ په ۱۷ پای ته رسیږي، هم خبرې وشي.