افغانستان
د عدلیې وزارت د عبدالحکیم شرعي د استعفا خبر رد کړ
د عدلیې وزارت ویاند د وزارت د سرپرست عبدالحکیم شریعتي د استعفا په اړه اوازې رد کړې او هغه یې “په کلکه” غندلي دي.
په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې، برکت الله رسولي د رسنیو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې “د داسې اوازو خپرولو او عامه ذهنونو مغشوشولو دمخه خپل معلومات ډاډمن کړي.”
د رسولي په وینا، د عدلیې سرپرست وزیر د اسلامي امارت د رهبر په لارښوونه د دوهم ځل لپاره د درملنې لپاره دوبۍ ته تللی دی.
هغه زیاته کړه چې عبدالحکیم شریعتي روغتیا ښه سي او ډیر ژر به هیواد ته راستون شي او خپلې رسمي دندې به ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د عدلیې سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.