افغانستان
یوسف احمدي: افغانان هیڅکله د بهرنیانو امرونه نه مني
د ملي راډیو او ټلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي د سلواغه ٢٦ مې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې افغانانو د اشغالګرو پر وړاندې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي، او هغه ملت چې قرباني ورکړې وي هیڅکله به د بهرنیانو امر ونه مني.
ښاغلي احمدي زیاته کړه چې پخواني شوروي اتحاد د افغانانو تاریخ په سمه توګه نه دی مطالعه کړی او نه پوهېدل چې افغانان د آزادۍ روحیه او مفکوره لري.