افغانستان
د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د غالیو اوبدلو او پروسس یو مرکز جوړیږي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) وايي چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د غالیو اوبدلو او پروسس کولو مرکز د جوړولو کار پیل شوی دی.
د سازمان په وینا، دا مرکز د سعودي عربستان بنسټ، اسلامي پراختیایي بانک او د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې په مالي ملاتړ جوړیږي، چې ۴۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.