افغانستان
د هیواد په ولسوالیو کې د ۳۱۸ روغتونونو د جوړولو لپاره تدارکاتي کار روان دی
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لپاره د تدارکاتو کار پیل شوی او تر اوسه پورې د ۵۰ روغتونونو د تدارکاتو پړاوونه بشپړ شوي دي.
د وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت د دې روغتونونو په جوړولو کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ویې ویل چې عملي کار به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو لپاره له ۶ میلیارد افغانیو څخه ډیرې بودیجې ته ځانګړې شوې ده.