افغانستان
مجاهد: سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه وټاکل شو
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، په دوحه کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر پخوانی رئیس سهیل شاهین په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړه چې د دغه سفارت پخوانی رئیس محمد نعیم د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.