د اسلامي همکاريو سازمان د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کې د فلسطين د خلکو له حقوقو څخه د ملاتړ لپاره د يوه پرېکړه ليک د تصويب هرکلى وکړ.
د اسلامي همکاریو سازمان نن چهارشنبه د لیندۍ ۲۸ مه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ د حق په اړه د پریکړه لیک د تصویب هرکلی وکړ او د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره یې د ټولو هیوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه. ملګرو ملتو ټینګار وکړ چې د دغه پریکړه لیک تصویب د فلسطین په ځمکو د اسرائیلو د غیرقانوني او استعماري نیواک په وړاندې د نړیوالې اجماع څرګندونه کوي.