افغانستاننړۍ

د روسیې پارلمان د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو لایحه تصویب کړه

د روسیې پارلمان د سه شنبې په ورځ (لیندۍ ۲۷) یو لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې مسکو د «ترهګرو سازمانونو» له لیست څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.

له دغه نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم لرې کول په رسمیت نه پېژني، بلکې د کابل او مسکو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې کولای شي.

د یادولو وړ ده چې د نومبر په پای کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي وو چې مسکو له کابل سره د همکاریو د پراختیا اراده لري او دا کار له ترهګرو سازمانونو څخه د اسلامي امارت د نوم له لرې کولو پرته ممکن نه دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button