افغانستاننړۍ

د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) په افغانستان کې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ په اړه څېړنه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون او د وچکالۍ د مخنیوي د لارو چارو په اړه څېړنې کوي.

د یوناما په وینا، د دې څېړنې موخه د زیانمنو شویو کسانو د شمېر معلومول او له دغو بحرانونو سره د مبارزې په برخه کې د هغوی د اړتیاوو معلومول دي.

دې ادارې همدا راز ټینګار کړی چې هغو مهاجرینو ته چې افغانستان ته راستانه شوي او یا به په راتلونکي کې د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه معلومات ورکړي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي دفتر لیکلي، چې دغه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکې اندریکا راتاواتي د دغه دفتر له مشر نورالدین ترابي سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button