سیمه
سعودي عربستان د دریو افغانانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر بهرني اتباع اعدام کړل
سعودي عربستان په ۲۰۲۴ کال کې د دریو افغانانو په ګډون ۱۰۱ بهرني اتباع “اعدام کړي” دي.
فرانس پریس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (۲۷ لړم) راپور ورکړ چې دا په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان لخوا د بهرني اتباعو د اعدامونو ترټولو لوړه شمیره ده.
په اعدام شویو کسانو کې درې افغانان هم شامل دي، خو د هغو تورونو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي چې د دوی د اعدام لامل شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، سعودي عربستان په تېرو درېیو لسیزو کې تر ټولو ډېر اعدامونه کړي دي.
سږ کال په اعدام شویو کسانو کې د پاکستان، یمن، سوریې، نایجریا، مصر، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع هم شامل دي.