په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر نورو ډېر د عمل سړی ښکاري او موږ باید د ستونزو په حل کې صادق واوسو.
ښاغلي شاهین له یوې جاپاني رسنۍ “ان اچ سی کا” سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړې توګه له امریکا سره مثبتو اړیکو ته چمتو دی.