سږ کال د کندهار شپږ زره ټنه انار د نړۍ بازارونو ته صادر شوي دي
د کندهار د کرنې ریاست وايي، هیله لري چې د کال تر پایه به دغه صادرات د نورو کلونو په پرتله زیات شي.
د کندهار انار متحده عربي اماراتو، هند، انګلستان، قرغزستان، لبنان او پاکستان ته صادر شوي او په نږدې راتلونکي کې به نورو هېوادونو ته هم صادر شي.