د روسیې د فدراسیون د شورا د نړیوالو چارو مشر ګریګوري کراسین وايي، په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره خبرې اړینې دي.
ګریګوري کراسین دغه څرګندونې په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د سیمه ییز امنیت په غونډه کې وکړې.
تر دې مخکې د روسیې مرستیال ولسمشر یوري اوشاکوف ویلي و چې اسلامي دولت به ډېر ژر په روسیه کې د «ترهګرو ډلو» له نوملړ څخه وایستل شي.