د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ۲۰۲۰ کال راهیسې بهرنیو هېوادونو ته د اته میلیونه افغانانو د کډوالۍ په اړه د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) وروستی راپور په کلکه رد کړ.
دا وزارت وايي چې د شوروی له اشغال وروسته افغانان په دومره کچه له افغانستان نه دي کډه شوي او دا په تېرو څلوېښتو کلونو کې لومړی ځل دی چې په تېرو درېیو کلونو کې ۳،۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې ځینې ادارې د نړیوالو مرستندویانو د پام اړولو لپاره د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروی، چې په مستقیمه توګه پر افغانانو اغېز کوي.