نړۍ

خلیل‌زاد: پر آسیا د چین د واکمنۍ هڅې د امریکا او هند ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کوي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد، ویلي چې پر آسیا د واکمنۍ او د نړۍ د مخکښ ځواک د کېدو لپاره د چین هڅې د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا اصلي لامل دی.

خلیل‌زاد په خپله ایکس‌پاڼه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، څرګندونو ته په اشارې زیاته کړې چې امریکا او هند د ۲۱مې پېړۍ د مهمو مسئلو په اړه بشپړ ګډ دریځ لري. د نوموړي په وینا، د نړۍ د مخکښ ځواک کېدو لپاره د چین هڅې د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button