د روسیې د دولتي اټومي شرکت «روساتم» رییس، الکسي لیخاچف، اعلان کړی چې د دغه شرکت د هغو کارکوونکو شمېر چې د ایران د بوشهر اټومي بټۍ ته بېرته ستانه شوي، ۱۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.
د سپوتنیک د راپور له مخې، لیخاچف ویلي چې دغه کارکوونکي د بټۍ په دریو برخو کې فعالیت کوي، چې یوه یې فعاله او دوه نورې یې د جوړېدو په حال کې دي.
هغه زیاته کړې چې د روساتم ۹ نور کارکوونکي هم د بوشهر اټومي بټۍ د لومړۍ فعالې برخې د پلان شوو او مخنیوي ترمیمونو د ترسره کولو لپاره ایران ته داخل شوي دي. تر دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې د دغه شرکت ۸۰ کارکوونکي د بوشهر اټومي بټۍ ته بېرته ستانه شوي وو.








