نړۍ

روسیې په یوه شپه کې د ۱۵۱ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ

د ریانووستي خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي دفاع ځواکونو تېره شپه د روسیې پر بېلابېلو سیمو، د بلګورود، بریانسک، کالوګا او کورسک په ګډون، ۱۵۱ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې کشف او نسکورې کړې دي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د روسیې او اوکراین جګړه روانه ده او دواړو لورو د یو بل پر مورچو او هدفونو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو کچه لوړه کړې ده.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدو په صورت کې کولای شي د اوکراین جګړه په ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسوي؛ خو جګړه لا هم روانه ده او د سولې هوکړې ته د رسېدو هڅې تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوې نه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button