روسیه د اوکراین د استخباراتي مرکزونو او بندري زېربناوو د برید او د ۴۷۹ بېپیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ
د روسیې د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو تېره شپه د اوکراین استخباراتي مرکزونه، بندري زېربناوې او بېړۍ په نښه کړې دي.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د چورنومورسک په بندر کې یوه باروړونکې بېړۍ هم په نښه شوې ده، چې د مسکو په وینا، پوځي کارونې ته د توکو لېږد یې کاوه.
د روسیې دفاع وزارت همدارنګه راپور ورکړی چې په اودېسا کې د «تِنِت» په نوم استخباراتي مرکز هم په دغو بریدونو کې په نښه شوی دی. د دغه وزارت په وینا، له دې مرکز څخه د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو د معلوماتو د پروسس، لېږد او زېرمه کولو لپاره کار اخیستل کېده.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د روسیې هوايي دفاعي سیسټمونو تېره شپه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې، د تور سمندرګي پر اوبو سربېره، د اوکراین ۴۷۹ بېپیلوټه الوتکې کشف او نسکورې کړې دي. دغه شمېرې د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړې دي.








