د پاکستان د عمران خان د پلویانو لاریون دوام لري؛ تحریک انصاف په صوابۍ کې د غونډې غوښتنه کړې
د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ اعتراضي لاریون شپږمې ورځې ته داخل شوی او د دغه ګوند د پلویانو په ګډون په چارسده او شبقدر کې دوام لري.
دغه ګوند وايي، لاریون د هغه څه پر ضد ترسره کېږي چې دوی یې د بشري حقونو سرغړونه، د عمران خان او د هغه د کورنۍ د غړو پرلهپسې بندي ساتل او د سیاسي بندیانو نیول بولي.
د راپورونو له مخې، دغه لاریون تېره شپه له پېښوره چارسدې ته رسېدلی او ټاکل شوې د اکتوبر پر ۱۱مه صوابۍ ته ورسېږي. سهیل اپریدي د تحریک انصاف له پلویانو غوښتي چې د اکتوبر تر ۱۴مې له بېلابېلو سیمو څخه صوابۍ ته ولاړ شي، څو د دغه لاریون راتلونکي پروګرامونه اعلان شي.
په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د تحریک انصاف مشران ننګولي او له هغوی یې غوښتي چې که توان لري، له صوابۍ څخه دې تېر شي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








