نړۍ

ډونالډ ټرمپ کِیټي زکریا د سپینې ماڼۍ د ویاندې په توګه ټاکلې ده

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ محافظه‌کارې مبصرې کِیټي زکریا د سپینې ماڼۍ د راتلونکې ویاندې په توګه ټاکلې ده.

ټاکل شوې چې زکریا د کارولین لیویت ځای ونیسي. لیویت د خپل دویم ماشوم له زېږون وروسته، د اګست میاشتې په پای کې له دې دندې استعفا وکړه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لومړی د زکریا د ټاکنې خبر خپور کړ؛ خو لا هم روښانه نه ده چې هغې دغه وړاندیز منلی دی که نه.

زکریا تر دې مخکې د امریکا د کورني امنیت وزارت د ویاندې په توګه دنده ترسره کړې ده او اوس د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ ډلې د اړیکو مشاوره ده؛ دا هغه شرکت دی چې د «ټروت سوشیل» ټولنیزې شبکې مالکیت لري.

#متحده_ایالات #ډونالډ_ټرمپ #سپینه_ماڼۍ #کِیټي_زکریا #د_سپینې_ماڼۍ_ویانده

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button