نړۍ
د سینا پر سر د مصر او اسرائیلو لفظي ترینګلتیا زیاته شوې؛ قاهره: اسرائیل به نور پاتې نه شي
د اسرائیلو د رژیم د مالیې وزیر بزالل سموتریچ، د سینا د آزادۍ د کلیزې په درشل کې ویلي، که مصر پر اسرائیلو برید وکړي، «بیا به سینا شتون ونه لري».
د نوموړي څرګندونو د مصر د رسنیو د څېرو، استازو او حکومت ته د نږدې کسانو سخت غبرګونونه راپارولي دي؛ د مصر رسنیزې څېرې احمد موسی د سموتریچ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، که اسرائیل داسې اقدام وکړي، «بیا به اسرائیل شتون ونه لري».
موسی ټینګار کړی چې سینا د مصر لپاره «سره کرښه» ده او زیاته کړې یې ده چې مصر به اجازه ورنه کړي چې د ۱۹۶۷ کال پېښې یو ځل بیا تکرار شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې مصر او اسرائیلو د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر له جګړې وروسته، د سولې د هوکړې په چوکاټ کې د سینا ټاپووزمې په اړه اوسنی وضعیت رامنځته کړی دی.








