د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د پاکستان د پوځي ځواکونو د رژیم د هوايي بریدونو له امله په کونړ او هلمند کې ۹ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، دغه بریدونه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام کلي او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې شوي او له امله یې درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.
په کونړ او هلمند کې سیمهییزو سرچینو هم په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته د مرګژوبلې اوښتو خبر ورکړی؛ خو د قربانیانو د کره شمېر په اړه په راپورونو کې توپیر شته او وروستۍ جزیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته روښانه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځي رژیم هوايي تېری غندلی او دا یې د هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی دی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.







