نړۍ
انځوریزه ټولګه: | د ۲۰۲۶ کال د مرغانو د عکاسۍ سیالۍ ګټونکي اعلان شول
د «۲۰۲۶ کال د مرغانو» د عکاسۍ سیالۍ ګټونکي اعلان شول او د دې سیالۍ اصلي جایزه د یوه حیرانوونکي انځور لپاره ورکړل شوه چې په سکاټلنډ کې د یوه ماهيخوړونکي مرغه اوبو ته د کوزېدو شېبه ښيي.
دا انځور له شاوخوا ۲۴ زره استول شویو اثارو څخه غوره شوی او د ۳ زره پونډو، چې شاوخوا ۴ زره ډالره کېږي، جایزه یې ترلاسه کړې ده؛ دغه مرغه د ښکار پر مهال خپلې وزرې ټولوي او په ساعت کې شاوخوا ۸۶ کیلومتره سرعت سره اوبو ته ننوځي.
دا سیالي د لویانو په برخه کې په اتو اصلي څانګو او څو فرعي برخو، لکه د طبیعت ساتنې او ځوانانو په برخو کې ترسره شوې ده؛ جوړوونکو ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا له خوا د جوړو شویو انځورونو د پراختیا په اوسني پړاو کې، د طبیعت واقعي عکسونه د عکاسۍ د صبر او اصالت د ښودلو لپاره لا زیات اهمیت لري۰







