سیمهنړۍ

په بوسنیا کې ۹۶ تنه کډوال، چې افغانان، پاکستانیان او بنګله‌دېشیان هم پکې شامل دي، د پولې له ناقانونه اوښتو را وګرځول شول

د بوسنیا او هرزګوینا سرحدي پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په بیستریتسا ښار کې په دوو جلا پېښو کې د ۹۶ کسانو مخه نیول شوې چې غوښتل یې په ناقانونه توګه له پولې واوړي.

په لومړۍ پېښه کې ۶۳ کسان، چې ۴۰ یې د پاکستان او ۲۳ یې د بنګله‌دېش اتباع وو، پېژندل شوي او نیول شوي دي. دوه کښتۍ هم ضبط شوې او دوه کسان د کډوالو د قاچاق په شک پېژندل شوي دي.

په دویمه پېښه کې ۳۳ کسان، چې ۱۸ یې افغانان، ۱۳ بنګله‌دېشیان او دوه پاکستانیان وو، د پولې له ناقانونه اوښتو څخه را وګرځول شول.

د بوسنیا سرحدي پولیسو ویلي، چې د دغو پېښو په اړه څېړنې روانې دي او د بهرنیو اتباعو د چارو ادارې د بانیا لوکا سیمه‌ییز مرکز هم په دې اړه خبر شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button