سیمهنړۍ

 د اسرائیلو د پوځ ادعا: د علي الطاهر په لوړو سیمو کې مو د حزب‌الله اړوند زیربناوې تر عملیاتي کنټرول لاندې راوستې دي

د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې په تېرو څو ساعتونو کې توانېدلی چې د لبنان په جنوب کې د علي الطاهر په لوړو سیمو کې د حزب‌الله اړوند زیربناوې تر خپل عملیاتي کنټرول لاندې راولي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، اسرائیلي ځواکونه د فرعي تونلونو له لارې په دې سیمه کې د حزب‌الله د «عماد» په نوم توغندیزې اډې ته ننوتلي دي؛ هغه اډه چې د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله له مهمو توغندیزو او قوماندې مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د حزب‌الله ځواکونه له دغو لوړو سیمو څخه شاتګ کړی دی؛ د علي الطاهر لوړې سیمې د خپل لوړ موقعیت او پر نبطیه ښار د پراخې څارنې له امله د لبنان د جنوب له ستراتیژیکو سیمو څخه ګڼل کېږي.

دغه راپورونه لا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا په بشپړه توګه نه دي تایید شوي او نه هم رد شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button