افغانستان

د کندهار له هوايي ډګر څخه د ۸ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندهار په احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د ۸،۲۶۰ کیلوګرامه سرو زرو د غیرقانوني لیږد مخه نیول شوې ده.

د وزارت په وینا، یو کس چې د دې اندازې سرو زرو د قاچاق کولو اراده یې درلوده د سرحدي هوايي ډګر د پرسونل قومانداني لخوا نیول شوی دی.

نیول شوی کس، د ترلاسه شویو سرو زرو سره یوځای، د نورو تحقیقاتو او قانوني پروسیجرونو لپاره اړونده څانګې ته سپارل شوی دی.

#کندهار #د سرو زرو قاچاق #د کورنیو چارو وزارت #افغانستان #سفیر تلویزیون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button