افغانستان

په ننګرهار کې ۴۴ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څارنې او تفتیش چارواکي وايي چې د خصوصي روغتیايي سکتور او د ولایت په بیلابیلو برخو کې د خوراکي توکو پلورنځیو د څارنې فعالیتونو په پایله کې، ۴۴ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

دا توکي په تیر کال کې د روغتیایی مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي وو او د اړوندو چارواکو او رسنیو استازو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څارنې او تفتیش رییس ډاکټر صبغت الله صافي وویل چې دا توکي د څارنې فعالیتونو په جریان کې له روغتیایی مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي وو.

هغه ټینګار وکړ چې په دې سکتور کې د څارنې او تفتیش پروسه به دوام ولري او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې له وخت تېر، بې کیفیته او غیر مجاز درمل او خوراکي توکي وپلوري.

#افغانستان #ننګرهار #عامه_روغتیا #مساله #خوراکي توکي #روغتیا_څارنه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button