ذاکر جلالي، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دویم رییس، ویلي چې د افغانستان له شتون پرته د مانا لرونکې سیمهییزې همپالنې تصور یوازې یوه خیالي خبره ده او اسلامي امارت به د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د مشرانو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه د روان کال د ډسمبر په درېیمه او څلورمه په تهران کې جوړه شي.
جلالي ټینګار کړی چې په نننۍ سره تړلې نړۍ کې سوداګري، ترانزیټ او اقتصادي همکارۍ کولای شي د سیاسي اختلافونو د له منځه وړلو او د متقابل باور د رامنځته کولو زمینه برابره کړي او باید د سیاسي ترینګلتیاوو قرباني نه شي.
نوموړي زیاته کړې چې لا هم په سیمه کې زاړه ذهنیتونه واکمن دي او د دې ګډې پوهې د رامنځته کېدو لپاره چې اقتصادي نښلون باید پر سیاسي ترینګلتیاوو پورې تړلی نه وي، لا هم اوږده لاره پاتې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایکو سازمان د وزیرانو شورا دېرشمه غونډه د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلاماباد کې د اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته جوړېږي؛ د دې غونډې موخه د سیمهییز اتصال پیاوړتیا او د سوداګریزو همکاریو پراختیا بلل شوې ده.








