نړۍ

زاخارووا: د اروپا د خبري اژانسونو له اتحادیې څخه د تاس خبري اژانس ایستل، په لوېدیځ کې د رسنیو د آزادۍ د محدودیت نښه ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، د اروپا د خبري اژانسونو د اتحادیې له غړیتوب څخه د تاس خبري اژانس د ایستلو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دا اقدام د اروپايي ټولنې له روسیې ضد سیاستونو سره سمون لري.

 هغې ادعا کړې، چې دغې اتحادیې په دې پرېکړې سره د مطبوعاتو د آزادۍ او د رسنیو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې د خپلې اساسنامې اصول تر پښو لاندې کړي دي.

 زاخارووا همداراز د تاس خبري اژانس پر ځای د لیتوانیا د «ال‌تا» خبري اژانس بلنه ورکول یوه ملنډه بللې او ویلي یې دي، چې دغه رسنۍ د فعالیت د پراخوالي او کیفیت له پلوه له تاس سره د پرتله کولو وړ نه ده.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار کړی، چې له دغې اتحادیې څخه د تاس ایستل دې خبري اژانس ته زیان نه رسوي؛ خو د هغې په وینا، دغه پرېکړه په لوېدیځو هېوادونو کې د رسنیو د آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د نامطلوب وضعیت ښکارندویي کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button