رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) قاضیانو پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او داعش خراسان ډلې د احتمالي جنګي جرمونو څېړنې ودروي او د خپلو څېړنو تمرکز له ۲۰۲۱ کال راهیسې د اسلامي امارت پر کړنو واړوي.
د رویټرز د راپور له مخې، قاضیانو ویلي، چې څارنوالانو د دغو دوسیو د څېړنې د دوام لپاره خپل لازم صلاحیت نه دی ثابت کړی؛ خو د محکمې څارنوالۍ دفتر پر دې پرېکړې اعتراض کړی او د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې امریکا تر دې وړاندې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کړنو او د اسرائیلي چارواکو د نیولو د حکمونو د صادرولو په تړاو د دغې محکمې د څېړنو له امله پرې بندیزونه لګولي وو. له دې سره سره، د اسلامي امارت د څلورو چارواکو پر وړاندې د نیولو صادر شوي حکمونه لا هم پر خپل ځای دي.








