د ملګرو ملتونو په سازمان کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف آل ثاني، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډيکارلو سره لیدنه وکړه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد استازې په دې لیدنه کې د افغانستان د ثبات د ټینګښت لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ په موخه، له ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو سره د دوحې پر دوامداره همکاریو ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې، روزمري ډيکارلو کابل ته خپل وروستي سفر ته په اشارې، د افغانستان د وروستیو سیاسي بدلونونو، بشري وضعیت او په دې برخه کې د نړیوالو هڅو په اړه خبرې کړې دي.
#افغانستان #قطر #ملګري_ملتونه #د_افغانستان_ثبات #بشري_وضعیت








