افغانستانسیمه

هرات شپږ د افغانستان جوړ شوي ټانکرونه د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت ازبکستان ته صادر کړل

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ټانکر جوړولو یوه شرکت شپږ خالي ټانکرونه، چې په افغانستان کې جوړ شوي، د یو میلیون او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت ازبکستان ته صادر کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ټانکرونه د نړیوالو معیارونو او سټنډرډونو له مخې جوړ شوي دي او د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ، ټاکل شوې چې په ټولیزه توګه ۵۱ ټانکرونه ازبکستان ته صادر شي.

دغه صادرات کولای شي د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د صنعتي تولیداتو بازار پراخ کړي. هرات هم د خپلو اقتصادي او صنعتي وړتیاوو له مخې، د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د هېواد د صادراتو د زیاتوالي له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button