نړۍ

د کنست ټاکنو د عادي رایو شمېرنه پای ته ورسېده؛ د حکومت پر جوړولو سیالي روانه ده

د صهیونیستي رژیم د کنست (پارلمان) د ټاکنو د عادي رایو د شمېرنې له پای ته رسېدو سره، د خپرو شویو راپورونو له مخې، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ائتلاف ۵۳ څوکۍ، د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د «بدلون» په نوم مخالف جریان ۴۸ څوکۍ او عربي ګوندونو ۱۹ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د صهیونیستي رژیم د ټاکنو مرکزي کمېټې تر دې مخکې د شاوخوا ۷۰ سلنه رایو د شمېرنې پر مهال اعلان کړی و، چې لیکود ۵۴ او مخالف جریان ۴۷ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

په همدې حال کې، د عربي ګډ لېست مشر یوسف جبارین ویلي، چې عربي ګوندونه چمتو دي د نتانیاهو د حکومت د نسکورولو زمینه برابره کړي.

راپورونه ښيي، چې شاوخوا ۶۰۰ زره هغه رایې چې د «دوه ګوني پاکټونو» په نوم یادېږي، لا هم نه دي شمېرل شوې او د څوکیو وروستۍ وېش به د رایو د شمېرنې د بهیر له بشپړېدو وروسته روښانه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button