په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې، ټامي بروس، ویلي چې واشنګټن لا هم د بشري حقونو له دفاع او د ښځو او نجونو د اقتصادي پیاوړتیا له ملاتړ سره ژمن دی. هغې په افغانستان، هایټي، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، سوډان او جنوبي سوډان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او محرومیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
بروس ادعا کړې چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې زدهکړو، کار او مسلکي فرصتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدود کړی او د سولې او امنیت په برخه کې یې د ښځو د ګډون په تړاو د څو لسیزو لاسته راوړنې له منځه وړې دي.
هغې ټینګار کړی چې امریکا به د «ښځې، سوله او امنیت» قانون په چوکاټ کې، چې په ۲۰۱۷ کال کې د ډونالډ ټرمپ له لوري لاسلیک شوی و، د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي. په مقابل کې، اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، اوس د شریعت په چوکاټ کې تر بل هر وخت ډېر تأمین شوي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








