افغانستان

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د عدلیې وزارت ته لېږدول کېږي

د اسلامي امارت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، په یوه حکم کې لارښوونه کړې چې په مرکز او ولایتونو کې د ماشومانو ټول د اصلاح او روزنې مرکزونه دې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له تشکیل څخه جلا او د عدلیې وزارت ته ولېږدول شي.

د دغه حکم پر بنسټ، د یادو مرکزونو کارکوونکي، تشکیلات، اسناد، بودیجه او اړوند امکانات به هم د عدلیې وزارت ته ولېږدول شي.

د عدلیې وزارت ویاند، برکت‌الله رسولي، ویلي چې د یاد وزارت په مشرۍ او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون به یو ګډ پلاوی د ۳۰ کاري ورځو په موده کې د لېږد بهیر بشپړ او خپل راپور به د اسلامي امارت مشر ته وړاندې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button