سیمهنړۍ

نتانیاهو یو ځل بیا پر ایران د برید ګواښ وکړ

د اسرائیلو د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې چې د ایران اټومي پروګرام بېرته پیل شوی او دغه هېواد لا هم د صهیونیستي رژیم لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

نتانیاهو ادعا کړې چې یوې ایراني خبري اژانس داسې ویډیو خپره کړې چې د هغه په وینا، د ایران د رهبر هغه لارښوونې ښيي چې اشغال شویو سیمو ته د اټومي بمونو د توغولو په اړه دي.

نوموړي د ایران له لوري د اټومي وسلو د کارولو احتمال ته په اشارې ویلي چې د ایران اسلامي حکومت کمزوری شوی، خو ښايي په خپله وروستۍ هڅه کې ویجاړوونکی ګوزار وکړي. نتانیاهو ټینګار کړی چې د اسرائیلو رژیم له اټومي وسلو لرونکي ایران سره جوړجاړی نه شي کولای او یو ځل بیا به پر ایران برید وکړي.

نتانیاهو همداراز په اسرائیلو کې د ټاکنو په درشل کې پر خپلو سیاسي مخالفانو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې هغوی د ایران د پیاوړي اټومي پروګرام د له منځه وړلو وړتیا نه لري.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37577

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button