اقتصادنړۍ

له سیماب څخه د سرو زرو تولید؛ ایا دا ټکنالوژي به د سرو زرو نړیوال بازار بدل کړي؟

په کالیفورنیا کې د «ماراتون فیوژن» په نوم یوه نوښتګره شرکت ادعا کړې چې د هستوي یوځای کېدو (فیوژن) ټکنالوژۍ او سیماب په کارولو سره یې د سرو زرو په تولید بریالی شوی دی؛ دغه پرمختګ یو ځل بیا د عناصرو د سرو زرو په بدلولو امکان مطرح کړی دی.

خو تخنیکي ننګونې، د تاسیساتو لوړ لګښتونه، د راډیو اکټیف موادو د ساتنې اړتیا او په خورا لږه اندازه د سرو زرو تولید هغه جدي خنډونه دي چې د دې ټکنالوژۍ د سوداګریز کېدو مخه نیسي.

څېړنې ښيي چې ان که دا ټکنالوژي نوره هم پرمختګ وکړي، په محدوده کچه د سرو زرو تولید نه شي کولای په اسانۍ سره د نړۍ په بازارونو کې د دې فلز عرضه بدله کړي یا یې ارزښت راکم کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button