نړۍ

ایلان ماسک په ایکس کې د پوسټونو لیکوالانو ته د یوه ډالر لېږلو وړتیا اعلان کړه

د ایکس ټولنیزې شبکې مالک، ایلان ماسک، د یوې نوې ځانګړتیا خبر ورکړی چې له مخې به یې کاروونکي وکولای شي د لایک تڼۍ په نیولو سره د پوسټ لیکوال ته یو ډالر ولېږي. ویل شوي چې دا مالي راکړه ورکړه به د دې پلاتفورم د ځانګړو مالي خدمتونو له لارې ترسره شي.

دغه ځانګړتیا د ایکس د بدلونونو د هڅو یوه برخه بلل شوې، څو دا شبکه په یوه داسې پلاتفورم بدله شي چې د ټولنیزو شبکو او مالي خدمتونو په ګډون بېلابېل خدمات وړاندې کړي؛ خو تر اوسه د دې ځانګړتیا د عامې کارونې د پیل نېټه نه ده اعلان شوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button