نړۍ
د کوانټم سیسټمز برېښنايي بېپیلوټه الوتکې په ساعت کې ۷۷۷ کیلومتره سرعت ته رسېدلې
کوانټم سیسټمز شرکت اعلان کړی چې د دغه شرکت ازمایښتي برېښنايي بېپیلوټه الوتکې په ساعت کې ۷۷۷ کیلومتره سرعت ته رسېدلې ده او خپل پخوانی ریکارډ یې چې په ساعت کې ۶۹۹ کیلومتره و، مات کړی دی. خو د دغه ریکارډ د رسمي ثبت لپاره باید د بېرته راستنېدو الوتنه هم ترسره شي، څو پر سرعت د باد اغېز وارزول شي.
د دغه شرکت په وینا، په دې پروژه کې جوړې شوې برېښنايي محرک ټکنالوژۍ او د انرژۍ د مدیریت سیستمونه به په راتلونکي کې د ډېر چټکو رهګیرو بېپیلوټه الوتکو په جوړولو کې وکارول شي، څو د هوايي ډګر د هغو ګواښونو پر وړاندې مبارزه اغېزمنه شي چې په لوړ سرعت حرکت کوي.
#بې_پیلوټه_الوتکې #کوانټم_سیسټمز #فناوري #رهګیرې_الوتکې #ټکنالوژي








